آئی ايم ایف لوظنامې سره به د هيواد معيشت لا مستحكم شي ، د ګرانۍ سنګل ډيجټ ته راتلل لويه كاميابي ده ٬ د وفاقي وزير عطاﺀ تارړ خبري كنفرنس


نیو یارک۔26 ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو ٬ خپرونو ٬ قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې آئي اېم اېف لوظنامې سره به د هېواد معيشت لا مستحكم شي٬ د ګرانۍ سنګل ډيجټ ته راتلل لويه كاميابي ده ٬ مېكرو اكنامك انډيكېترز مخ په ښه كېدو دي٬ د وزيراعظم د ملګرو ملتونو عمومي كونسل ته خطاب به اهم وي٬ د فلسطين مسئلې په شمول په اسلامو فوبيا به هم خبره وشي٬ فلسطين كاز لپاره به هر ځايې غږ پورته كوؤ٬ قائد اعظم چې فلسطين لپاره د كوم عزم پخلے كړے ؤ په هغې نن هم ولاړ يؤ٬ په دغه پالېسۍ كښې هېڅ بدلون نه دے راغلے٬ افغانستان سره ښې اړيكې غواړؤ٬ د كوم هم هېواد خاوره بايد د پاكستان په ضد ونه كارولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل كوم هېواد سره زمونږ اړيكې د كوم بل هېواد په قيمت نه دي٬ ملګرو هېوادونو سره زمونږ ځانګړې اړيكې دي كومې چې زياتې مهمې دي۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په موقعه د وزيراعظم د نورو هېوادونو مشرانو سره په زړه پورې ملاقاتونه وشول۔ ترك صدر سره ملاقات كښې ترك صدر رجب طيب اردوان د پاكستان د معاشي بحالۍ ستائنه وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل د ګرانۍ سنګل ډيجټ ته راتلل لويه كاميابي ده ٬ مېكرو اكنامك انډيكېترز مخ په ښه كېدو دي٬ ده ووئيل تېر كال د ګرانۍ شرح 30 فيصده وه كومه چې كمېدو سره 9.6 فیصده ته راغلې ده٬ برآمدات كښې 14 فيصده اضافه شوې ده٬ آئی ټی اېکسپورټس 3.1 ارب ډالر ته رسېدلې دي٬ پالېسي رېټ كم شوے دے٬ موډیز او فچ د پاکستان ریټنګز اپ ګرېډ كړي دي۔ دې څخه ثابتېږي چې د پاكستان معيشت مخ په ښه كېدو دے۔ ده ووئيل يو سياسي ګوند معيشت ډيفالټ كول غوښتل۔ دغې ګوند آئي اېم اېف ته چيټۍ وليكله۔ دا ډنډورې كېدې چې پاكستان به ډيفالټ شي۔ ده ووئيل هېواد د ډيفالټ كېدو خلې ته رسېدلې ؤ دغه ځايې څخه بېرته راوستلے شو۔ په دې لړ كښې په پېرس كښې شوې غونډه مهمه ثابت شوه۔ وفاقی وزیر ووئيل په پاکستان كښې فارن اېکسچېنج رېګولېشن د نواز شريف په دور كښې راغلے ؤ۔ دې څخه وړاندې به ډالر اېکسچېنج كېدې نه شو۔ ده ووئيل بلوم برګ هم د پاكستان اقتصادي اشاريې مثبت ګرځولې دي۔ وفاقی وزیر ووئيل د ترك صدر لخوا د پاكستان د معيشت ستائنه د پاكستان حكومت او وزيراعظم شهباز شريف لپاره لويې سرټيفكېټ دے۔ ده ووئيل نړۍ د پاكستان د معيشت ستائنه كوي۔ وفاقي وزير ووئيل د مالدیپ صدر او د بنګله دېش چیف اېډوائزر هم وزيراعظم سره ملاقات وكړو۔ د بنګله دېش چیف ایډوائزر ډاکټر یونس سره ملاقات كښې د بنګله دېش او پاكستان دوه اړخيزه اړيكو مخ په وړاندې بوتللو له د عزم پخلے وكړے شو۔ ده ووئيل د منطقې دننه دا هم يو لويے پالېسي شفټ دے ٬ پاكستان نوے اتحاد جوړوي۔ ده ووئيل د پاكستان خارجه پالېسي ښه شوې ده۔ ده ووئيل د آئي اېم اېف اېم ډي او د ورلډ بېنك صدر سره د وزيراعظم ملاقاتونه ګټور پاتې شول۔ وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم شهباز شريف په هر يو فورم د موسمياتي بدلون مسئله په ډاګه كړه۔ وفاقي وزير ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې مونږ د 80 زره ځانونو قرباني وركړه٬ د اربونو ډالرو مالي زيان سره مخ پاتې شوو۔ د موسمياتي بدلون چې مونږ كله خبره كوؤ نو مونږ وايؤ چې مونږ ته 30 اربه څخه د زياتو روپو زيان ورسېد۔ ده ووئيل د كال 2013ء څخه تر كال 2017ﺀ د نېشنل اېكشن پلان لاندې ترهګري او انتها پسندي كمه كړې شوه۔ ده ووئيل د نېشنل اېكشن پلان لاندې په كركه خپرونكو موادو او وال چاكنګ بندېز ولګولے شو خو دې څخه وروستو يو داسې حكومت راغلے كوم چې طالبان بېرته راوستل۔ نن په سوئيلي خېبر پښتونخوا كښې ترهګري زياته شوې ده٬ زمونږ ځوانان شهيدان كيږي۔ ده ووئيل وزيراعظم د ترهګرۍ مسئله په غوره ډول رامخې ته كړه۔ ده ووئيل د غزه په مسئله هم وزيراعظم په هر يو فورم خبره وكړه۔ ده ووئيل پاكستان د شنګھائی تعاون تنظیم غونډه كښې هم خپل دريځ وړاندے كړو چې اسرائيل د فلسطيني نسل كشي كوي٬ اسرائيل دې انصاف سره مخامخ كړے شي۔ ده ووئيل پاكستان د انصاف په نړيوال عدالت كښې هم خپل دريځ وړاندے كړے دے۔ ده ووئيل پاكستان د فلسطين هغو زده كوؤنكي ته كوم چې د جنګ له امله خپلې زده كړې روانې نه شي ساتلې پاكستان كښې د خپلو زده كړو بشپړ كولو پېشكش كړے دے۔ ددې اعتراف نن محمود عباس هم كړے دے۔ ده ووئيل پاكستان د 6 سی 130 الوتكو او يو شمېر بحري بېړو د لارې د مرستې سامان فلسطين ته لېږلې دې۔ ده ووئيل په غزه ٬ خان يونس او رفح كښې په روان اسرائيلي ظلم او جبر پاكستان ته سخته اندېښنه ده او د دې په ضد به غږ پورته كوي۔ ده ووئيل مونږ تل دا خبره كړې ده چې د جنګ بندۍ نه غېر امن په ځايې كېدې نه شي۔ ده ووئيل غېر ملكي ميډيا سره خبرو كښې وزيراعظم د فوري جنګ بندۍ په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل د فلسطين مسئله زمونږ په نزد ډېره مهمه ده۔ پاكستانې پاسپورټ د نړۍ يوازينې پاسپورټ دے په كوم چې ليكلي شوي دي چې دا پاسپورټ له اسرائيل سوا د نړۍ ټولو هېوادونو لپاره كارول كېدې شي۔ دا فلسطيني اولس سره د يو والي څرګندونه ده۔ ده ووئيل قائد اعظم چې فلسطين لپاره د كوم عزم پخلے كړے ؤ په هغې نن هم ولاړ يؤ٬ په دغه پالېسۍ كښې هېڅ بدلون نه دے راغلے٬وفاقي وزير ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف عمومي اسمبلۍ ته خطاب به تاريخي وي٬ هغه به د اسلامي نړۍ او اسلامو فوبيا په اړه خبره كوي۔ په دې خطاب به ټول اولس وياړ لري۔ ده ووئيل افغانستان ورور هېواد دے٬ مونږ افغانستان سره امن غواړؤ٬ ټي ټي بي يا كوم هم ترهګر چې افغانستان څه آپرېټ كوي نو په ضد به يۍ غږ پورته كوؤ۔ د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې وفافي وزير ووئيل چیف اېګزېکټو ډاکټر یونس پاكستان لپاره نا آشنا نه دے٬ ډېر پوهه او زيرك انسان دے۔ د پاكستان د خوشحال بېنك بنياد ډاكټر يونس څخه متاثره كېدو سره اېښودلے شوے۔ د ده يو شمېر پراجېكټونه په پاكستان كښې كاميابۍ سره چلېږي۔ د اخوت ماډل هم ډاكټر يونس څخه متاثره كېدو سره پېل كړے شو۔ ده ووئيل وزير اعظم ډاكټر يونس ته د پاكستان د دورې بلنه وركړې ده۔ ده ووئيل ايران سره هم زمونږ اړيكې ښې شوي دي۔ ده ووئيل د ايران ارواښاد صدر ډاکټر ابراهیم رئیسی چې د پاكستان دورې په موقعه د كومو جذباتو څرګندونه وكړه د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل د كشمير كاز په اړه ترك صدر په درې اړخيزه مذاكراتو كښې د كشمير ذكر وكړو و به دې يۍ د پاكستان بشپړ ملاتړ وكړو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل اړې ګړې رامخې ته كول د يو ګوند عادت جوړ شوے دے۔ ده ووئيل مسلم ليګ (ن) د كركې او اړي ګړي په سياست باور نه لري۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل وفاقي او پنجاب حكومتونو په برېښنه سبسډي وركړې ده۔ وفاق 1 څخه تر 200 یونټ برېښنا مصرف كوؤنكو ته د 50 اربه روپو سبسډي وركړې ده۔ پنجاب حكومت 201 څخه تر 500 یونټ برېښنا مصرف كوؤنكو لپاره د 45 اربه روپو سبسډي وركړه۔ ده ووئيل تېر كال اوړه 160 روپۍ كلو او اوس په 80 روپۍ دي۔ تېر كال پېټرول 320 روپۍ في لېټر وو او اوس 249 روپۍ في لېټر دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل 2013ء كښې مسلم ليګ نون په بېړنو بنيادونو لوډشېډنګ ختم كړو۔ ده ووئيل پخوا به 18 ٬ 18 ساعتونه لوډشېډنګ كېدو٬ د انډستري بندېدو د لاسه د كال 500 اربه روپو كلن معاشي زيان روان ؤ۔ دا مهال لوډشېډنګ ختمولو له پبلک او پرائیوېټ سېکټر ته ترغيب وركړے شوے دے۔ ده ووئيل ګوګل په پاكستان كښې د خپلې سرمايه كارۍ زياتولو باور راكړے دے۔ ده ووئيل په پاكستان كښې په سمارټ فونز فارآل منصوبه هم غور روان دے۔ ده ووئيل دوه مياشتې وړاندې د چين دورې په مهال هواوے هم پاكستان كښې د سرمايه كارۍ زياتولو وئيلي۔ ده ووئيل هواوے به پاكستان كښې هر كال 3 لکه زده كوؤنكو ته وېړيا تربيه وركوي۔ ده ووئيل هواوے به د پاکستان په ګلګت بلتستان ٬ آزاد كشمير او اسلام آباد كښې سټي پراجېكټ هم پېل كوي۔ ده ووئيل بل ګېټس سره ملاقات كښې په پاكستان كښې د آئي ټي څانګې بهترۍ له په اقداماتو خبره وشوه۔ ديوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د مسلم ليګ (ن) نعره د سياست نه ٬ د رياست ده٬ رياست بچ كول ضروري دي۔ ده ووئيل څوك دې دا ووائي چې امريكا څه ډيمانډ كړے ؤ چې په نتيجه كښې يۍ اېبسلوټلی ناټ ووئيلې شو؟ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل افغانستان سره ښې اړيكې غواړؤ۔ د كوم هېواد خاوره بايد د پاكستان په ضد ونه كارولې شي۔ ده ووئيل په آئين كښې د بدلون اختيار پارليمنټ لري۔ ده ووئيل آئيني عدالتونه په ګرده نړۍ كښې موجود دي٬ آئینی عدالت آئین سره په اړوندو مقدمو كار كوي۔ د آئین ری رائیټ كولو اختيار پارليمان لري۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل سفارتخانو او قونصل خانو ته د پاكستتاني ورورولۍ مسئلو حل كولو هدايات جاري كړې شوي دي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د وزيراعظم هدايت دے چې د پی آئی اے نجکاری لپاره نيلامي به لائیو ټېلی کاسټ كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان پیپلز پارټۍ ډېرې قربانۍ وركړې دي٬ محترمه بېنظیر بھټو د ترهګرو د لاسه شهيد كړې شوه٬ په خېبر پښتونخوا كښې زمونږ په لارښود 8 وژونكي بريدونه وكړې شول۔ مونږ په ټول هېواد كښې د آپرېشن رد الفساد او ضرب عضب د لارې امن په ځايې كړو او دې څخه وروستو يو سياسي ګوند د طالبانو بېرته راوستلو پرېكړه وكړه او د ګډ طالبان او بېډ طالبان بحث پېل شو۔ ده ووئيل پاكستان مستحكم كولو له زمونږ عزم استحكام دے٬ د ترهګرۍ به نوغې وباسؤ۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا وزيراعلی له به د خپلې صوبې مسئلو ته پام كرځول وي۔ ده ووئيل په تېر وخت كښې په خېبر پښتونخوا كښې د ترهګر ۍ مخنيوي لپاره پاكستان د مرستې پېشكش وكړو۔ ده ووئيل سياست بايد د رياست په ضد نه وي۔ وفاقي وزير ووئيل په سوشل ميډيا د ناسمو او جعلي خبرونو مخنيوي ضروري دے۔ ده ووئيل اېس آئی اېف سی سرمایه كارۍ ته وده وركولو له جوړ كړے شو٬ د دې د لارې بهرنيو سرمايه كارو لپاره آسانۍ رامخې ته شوي دي۔(اے پي پي وا ١٥٠٥)

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس