اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئېلي دي چې پاكستان ټولو اسلامي هېوادنو او په خاص توګه عرب هېوادونو سره د ورورلۍ او مثالي اړيكې دي او پاكستان لپاره عرب پارليمنټ د عرب هېوادونو شريك پليټ فارم كېدو له امله د اهميت وړ دے٬ پاكستان په عرب پارليمنټ كښې د مبصر په حېثيت سره ګډون لپاره چمتو دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د عرب پارليمنټ صدر عادل بن عبدالرحمان العسومي په مشرۍ كښې ?? پاكستان پنځه ورځنۍ دوره كونكي پلاوي سره په پارليمنټ هاؤس كښې د ملاقات په مهال كړې۔ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني ووئيل چې پاكستان عرب هېوادونو سره دوه اړخيزه مرستې او اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔د عرب پارليمنټ مجموعي كردار د ستائنې وړ دے۔ده ووئيل چې عرب پارليمنټ د عرب هېوادونو سره د مرستې زياتولو موقعې وركوي او پارليماني رابطه كاري به د سباؤن مرستې لپاره نوې لاره جوړه كړي۔البته مسئلو ته كتل او حل رايستلو لپاره بين الپارليماني رابطه كارۍ كښې د لا تندۍ راوستلو ضرورت دے۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې پاكستان د اسلامي نړۍ حقونو تحفظ لپاره د عرب هېوادونو سره اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او د منطقې رابطه كارۍ زياتولو لپاره پاكستان عرب نړۍ سره د رابطه كارۍ اقدامات او منصوبې مهمې ګڼي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې معاملاتو ښه والي لپاره د عرب پارليمنټرينز لپاره د قانون سازۍ په اړه تربيتي پروګرام ترتيب وركولې شي۔ د عرب هېوادونو او پاكستان ترمينځه د تجارت او سرم??يه كارۍ په اړه په خبرو كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې سرم??يه كاري٬تجارت او افرادي قوت په څانګو كښې مرستې لپاره پراخا ګنجائش موجود دے۔ ده ووئيل چې مونږ په پائيدار پرمختګ باور لرو او ?? پاكستان خارجه پالېسي٬شركت دارانه پرمختګ او سماجي او اقتصادي خوشحالي او د امن په پېغام منحصر دے۔ د عرب پارليمنټ پلاوي سره د ملاقات په مهال د سېنېټ چيئرمېن د فلسطين مسئلې او د كشمير مسئلې په اړه تفصيلي خبرو كښې ووئيل چې پاكستان به د فلسطينيانو جائز حق ملاتړ تل جاري ساتي او د نړيوال قوانينو له مخې د آزاد او خپلواكه فلسطين رياست په خپل دريځ ولاړ دے۔ محمد صادق سنجراني ووئيل چې پاكستان د مظلوم فلسطينيانو سره دے او په كوم هم صورت كښې به اسرائيل تسليم نه كړو۔ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره د عرب پارليمنټ صدر پلاوي سره د ملاقات په مهال سېنېټر ثناﺀجمالي٬مولانا عبدالغفور حېدري٬نزهت صادق٬حافظ عبدالكرميم٬فلك ناز٬پرنس احمد عمر احمد زئي او عابده محمد عظيم هم موجود وه
پاكستان په عرب پارليمنټ كښې د مبصر په حېثيت سره ګډون لپاره چمتو دے۔ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د عرب پارليمنټ پلاوي سره په ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena