اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي دا د ټولنې اجتماعي ذمه واري ده چې ھغوي د بصارت نه محروم كسان د خاص هنر او ملازمتونو د لارې په قامي چوكاټ كښې شامل كړي۔ ده دا خبرې د نهې ??ه ورځ د بشري حقونو وزارت د ډائريکټوريټ آف سپيشل ايجوکيشن ترسېوري لاندې د “وائټ سټك” نړيوالې ورځ په مناسبت سره دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په غونډه كښې وړومبۍ مېرمن ثمينه علوي، وفاقي وزير خليل جارج ، د بشري حقونو سېكرټري اے ډي خواجه، د سپيشل ايجوکيشن ډائر??کټ?? جنرل اظهر سجاد، د سوشل ويلفيئر ډي جي ستار خان پشمول د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو په لويه شمېره دستوره كښې ګډون كولو۔ صدر مملکت ټولنې ته د خاص كسانو ضروروتونه رامخې ته كول او د دغې په حل كولو ??ور راوړلو سره ووئيل بايد د بصارت نه محرومو زده كوونكو لپاره كيريئر تعليم او وظيفائي پوهه د مركزي چوكاټ په سكول كښې زر تر زره پېل كړې شي۔ په دې موقع ووئيل شول د وزارت له مخې سپیشل ایجوکیشن او د نورو جديد معاون آلاتو د لارې د تعليم عمل جاري دے۔ په دې موقع د بصارت نه محرومو كوچنيانو به قامي نغمه “دل دل پاکستان” ټېبلو وړاندې كړه۔ په دې موقع صدر مملکت د بصارت نه محرومو كوچنيانو له وائټ سټك وركړل او د دې نه پس وړومبۍ مېرمن سره په ګډه ئې ګروپ فوټو هم جوړ كړو
د بصارت نه محروم كسان دې د خاص هنر او ملازمتونو د لارې په قامي چوكاټ كښې شامل كړے شي۔ صدر ډاکټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن