اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) احتساب عدالت په اېل اېن جي كوټه كېس كښې ن??ول?? شوي پخواني وزیراعظم شاهد ??اقان عباسي په 13 ورځو جسماني ريمانډ نېب ته سپارلې دې۔ د جمعې په ورځ قامي احتساب بېورو (نېب) شاهد ??اقان عباسي د جج محمد بشير په عدالت كښې وړاندې كولو سره موقف خپل كړو چې تورن څخه نور تفتيشن پكار دے او دې لپاره د تورن د 14 ورځو ريمانډ دې منظور كړې شي۔ نېب شاهد ??اقان عباسي د اېل اېن جي ټرمينل په معامله كښې د اختياراتو په ناجائزه كارولو او قامي خزانې ته د يو نېم ارب روپو زيان رسولو په تور نيولې دے۔ د سماعت په مهال جج محمد بشیر شاهد ??اقان عباسي سره په خبرو كښې ووئيل تاسو به څه وئيل غواړۍ٬ نو ??ه دې شاهد ??اقان عباسي ووېيل زه غواړم چې د 90 ورځو جسماني رېمانډ راكړې شي دغسې چې زه نېب په اېل اېن جي كېس پوهه كړم ځكه چې تراوسه نېب د اېل اېن جي په كېس نه دې رسېدلې٬ جج د تورن نه پوښتنه وكړه چې ستا وكيل چرته دے نو ده ووئيل زه د خپل ځان پخپله وكيل يم۔ شاهد ??اقان عباسي عدالت ته خواست وكړٶ چې د كور نه د پرهېزي خوراك راوړلو دې اجازه راكړې شي٬ جج ووئيل نېب به تاسو له پرهيزي خوراك جوړوي۔ عدالت د نېب چارواكو لخوا د شاهد ??اقان عباسي د جسماني ريمانډ خواست په منظورولو هغه د 14 ورځو په جسماني ريمانډ نېب ته اوسپارلو ۔ د يادونې وړ ده د زيارت په ورځ شاهد ??اقان عباسي لاهورته روان ٶ چې په ټهوكر نياز بېګ ټول پلازه نېولے شوے ٶ۔(ګ ل
احتساب عدالت په اېل اېن جي كوټه كېس كښې نيولي پخوانې وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په 13 ورځو جسماني ريمانډ نېب ته اوسپارلو
مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria