اسلام آباد01 جولائي (اے پی پی)د توان وفاقي وزير حماد اظهر وئېلي دي د آر اېل اېن جي ټرمينل ډرائي ډاكنګ به تر ګل ورځې بشپړ كړے شي٬په تربېلا ډېم كښې اوبه مخ په زياتېدو دي ٬د آر اېل اېن جي ټرمينل ډارئي ډاكنګ او په تربېلا ډېم كښې د اوبو كمې په سوب ځينې پاور پلانټس په پوره صلاحيت نه چلېدل چې په سوب يې په ځينې فېډرز د لوډشېډنګ صورتحال راپېدا شوے۔د زيارت په ورځ په خپل ټوېټ كښې ده ووئيل تر ګل ورځې به د آر اېل اېن جي رسنې بحالېدو سره د برېښنا پیداوار كښې ښه والے راشي ٬ مونږ هيله لرو چې تربېلا ډېم چې دا مهال د خپل صلاحيت په لحاظ سره يوازې څلورمه برېښنا برېښنا جوړوي تر راتلونكې اونۍ به زياته برېښنا پیدا كول پېل كړي كومې سره به چې صورتحال معمول ته راشي
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت