اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي په ماشومانو زور رواړو چې ماشومان دې عمل حاصل كړي٬ پخپل كردار دې پام وكړي او اخلاقيات او رښتيا دې په ځائ وساتي، پاکستان مضبوطولو لپاره د ”اتحاد، ايمان او نظم و ضبط” په اصولو عمل وكړئ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د قائداعظم کي سالګرې پحقله قائد او بچے په سرخط دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړ۔ په دستوره كښې د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، د اسلام آباد د بېلا بېلو سكولونو ماشومانو٬ مور پلار٬ استاذانو او د ميډيا نمائندګانو ګډون وكړو۔ صدر مملکت ووئيل مضبوط او خوشحاله هېواد جوړولول پاره د ماشومانو په تعليم او تربيه پام وكړئ٬ په صحيح وخت درست پرېكړې٬ ژوند د اسلام د اخلاقي اقدارو او اصولو له مخې تېرېولو سره مونږ پرمختګ كولې شو۔ ده ووئيل قائداعظم به د ماشومانو د خطونو ځوابونه وركول ٬ ماشومانو هم د پاكستان په تحريك كښې خپل كردار لوبولې ٬ ماشومانو خپل جېب خرڅ څخه مسلم ليګ لپاره قائداعظم ته عطيات لېږلو سره مثالونه جوړ كړي۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل د قائد سياسي مخالفينو به هم د دوي د رښتني او د كردار د مضبوطيا او د اصولو د پالنې ستائنه كوله،پاکستان پرمختللې هېواد جوړولو لپاره مونږ له تعليم، علم او هنر ته اړتيا ده۔ ده ووئيل په معاشي توګه قوي كېدو سره د هېواد دفاع او سلامتيا باوري كېدې شي۔ د دې نه وړاندې ماشومانو د تقريرونو د لارې قائداعظم ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د دستورې په مهال د اسلام آباد د بېلا بېلو سكولونو زده كوٶنكو او خاص ماشومانو كلتوري پرفارمنس وړاندې كړو او د هېواد متنوع كلتور رامخې ته كولو لاپره ټيبلوز هم وړاندې كړې شوې او بابائے قام ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوې
د پاکستان مقدر يو عظيم هېواد جوړېدل دي٬ د بابائے قام په زرينو اصولو عمل كولو سره دا مقصد ترلاسه كول ممكن دے۔ صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د قائداعظم سالګره پحقله دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : اسلام آباد لاٹری