واشنګټن 26 اپریل (اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي د ډهانچه جاتي اصلاحات او مالياتي پالېسو په سوب مجموعي اقتصادي پرمختګ زيات شوې٬پاكستان به اولني ځل په كاميابۍ د آئي اېم اېف پروګرام بشپړ كړې٬په تېرو څلورو كلونو كښې د معيشت توان او تعليم په لړ كښې ښكاره ښه والې رامخې ته شوې۔ده د دې خيالاتو څرګندونه پاكستان كښې اقتصادي اصلاحاتو او د بحالۍ په سرخط شوي درېمې ناستې ته وكړه۔په دې سېشن كښې د امريكې نوموړو كمپنو او د تهنك ټينكس استازو او امريكا كښې مېشته پاكستانو وګړو ګډون وكړو۔ده ووئيل د سيمه ايزو رابطو ودې او سرمايه كارۍ زيات??ال?? سره د پاكستان اقتصادي پرمختګ باوري جوړولوله مرسته ترلاسه شوې۔زمونږ مجموعي معيشت ته د پېښو چېلنجونو مقابلې له د پرمختګ رفتار لا تندولو به ضرورت وي۔ده ووئيل په سيمه كښې د امن لپاره د كشمير مسئلې حل ته اړتيا ده۔پاكستان د امريكې نوې انتظاميې سره كار كول غواړي دغسې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطې شي۔په دې مهال د پاكستان سفير اعزاز احمد چوهدري ووئيل پاكستان په امنيتي او اقتصادي محاذونو كاميابۍ ترلاسه كوي
د اصلاحاتو او مالياتي پالېسو په سوب مجموعي اقتصادي پرمختګ زيات شوې
مضمون کا ماخذ : مڈاس گولڈ