اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو د وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن پنډدادنخان ته په رسېدو د حلقې اولس لخوا تود هركلې شوے. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د 13 اربه روپو په لګښت سره د لله نه تر جهلم د سړك دوه مخې كولو پروژې پرانستې لپاره د اسلام آباد څخه چې كله لله انټرچېنج ته ورسېدو نو په لويه شمېره د حلقې اولس په هغه ګلونه وشيندل او د وفاقي وزير ئې تود هركلې وكړو. د يادونې وړ ده چې حكومت د لله نه تر جهلم سړك دوه مخې كولو لپاره د 13 اربه روپو د فنډ منظوري وركړې ده. دا سړك جوړول د اولس پخوانې غوښتنه وه. د دې سړك جوړېدو په نتيجه كښې به په سيمه كښې د كاروباري چارو پشمول د كهيوړه كان او نندنا قلعه پشان د سېلګرې ځايونه وده وكړي. د جهلم نه علاوه د نورو ضلعو اولس به هم د دې سړك څخه استفاده وكړي. سړك جوړولو لپاره اولس د اطلاعاتو وفاقي وزير هڅې ستائيلې دي. دا پروژه به د منډي بهاولدين، جهلم، سرګودها او خوشاب د اولس تقدير بدل كړي.
د اطلاعاتو او خپرونو د وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن پنډدادنخان ته په رسېدو د حلقې اولس لخوا تود هركلې
مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil