اسلام آباد 29دسمبر(اے پی پی)د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكېشن وفاقي وزير سيد امين الحق وئېلي دي په آئي ټي سروسز كښې پاكستان د نړۍ لپاره د ښه چاپېرچل حامل دے٬زمونږ آئي ټي كمپنۍ امريكا٬يورپ او د مينځني ختيز پشمول د 120 څخه زياتو هېوادونو كښې نړيوالو ادارو ته خذمات وركوي٬د نړۍ تر ټولو لويو ادارو په پاكستان كښې د نړيوال مشاورت خذمات مركزونه٬ د تحقيق او پرمختګ آسانۍ او بي پي او سپورټ سروسز سنټرز جوړ كړي۔ده دا خبره د شورو په ورځ د پینډۍ په جي ټي روډ دايمازون سافټ ويئر ټېكنالوجۍ پارك پرانستې نه پس د خاص مېلمه په حېث په خپله وېنا كښې كړی۔دستورې ته د پاكستان سافټ ويئر ايكسپورټ بورډ اېم ډي عثمان ناصر او د ايمازون ټېكنالوجۍ پارك چيئرمېن شفيق اكبر هم وېنا وكړه۔وفاقي وزير سيد امين الحق د پاكستان سافټ ويئر ايكسپورټ بورډ هڅو ذكر كولو سره ووئيل د آئي ټي وزارت د پاكستان په وړو ښارونو كښې د 22 څخه زيات ټېكنالوجۍ پاركس په صورت د آئي ټي هنرمندو ته آسانۍ وركوي٬ تر 31 دسمبر به 28 ټېكالوجي پاركس فعاله شي او تر دسمبر 2022 به 40 هدف سر كولې شي۔وفاقي وزير سيد امين الحق ووئيل د هېواد 11 كروړ څخه زياتو وګړو ته براډ بينډ آسانۍ ترلاسه دي٬په پاكستان كښې ښه آنګريزي وئيونكي پنځه لكه څخه زيات آئي ټي هنرمندان موجود دي او هر كال 25 زره آئي ټي ګريجوټس په ماركيټ كښې شاملېږي هم دغه وجه ده چې پاكستان د آئي ټي په څانګه كښې د خپلو ځوانانو هنرمندو او مېرمنو ځانګړې شمېرې په سوب د نړۍ د پام مركز جوړېږي۔ده ووئيل جاپان او د چين پشمول ځينو هېوادونو د آئي ټي هنرمندانو خذمات لپاره رابطې كړېي٬زمونږ هڅه ده چې دا كمپنۍ پاكستان ته راشي او خپل دفترونه پرانځي او دلته څخه هنرمندانو ته روزګار ترلاسه شي۔
په پاكستان كښې د 5 لكه څخه زيات آئي ټي هنرمند موجود دي ۔وفاقي وزير سيد امين الحق
مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب