اسلام آباد۔14فروری(اے پی پی) د ايران داخله وزير ډاكټر احمد وحيدي خپل 9 كسيزه پلاوي سره نور خان ايئربېس پېنډۍ ته راورسېد۔ د ګل په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان لمخې داخله وزير شېخ رشيد احمد خپل ايراني همڅنګ ته پاكستان ته په رارسېدو هركلې ووې۔ داخله سېكتر يوسف نسيم كھوكر او نور اړوند اعلی چارواكي هم په دې موقعه موجود وو۔ ايراني داخله وزير به د خپلې يوې ورځنۍ دورې په مهال مهمو حكومتي شخصيتي سره ملاقاتونه كوي۔ ډاكټر احمد وحيدي به نن د پاكستان وزيراعظم عمران خان او د خپل پېلاوي په ملګرتيا كښې خپل پاكستاني همڅنګ شېخ رشيد احمد سره ملاقات كوي۔ په دې مهال به په ايران بارډرمېنجمنټ او د بنديوانو په تبادله د عملدرآمد په اړه خبرې كېږي
مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج