اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئېلي دي چې حكومت د سخت معاشي صورتحال باوجود اولس ته رېليف وركولو لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي٬هېواد د سخت صورتحال څخه ويستلو لپاره كار كوو٬په ګډه مسئلې حل كولې شو۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د انسټي ټيوټ آف چارټرډ اكاؤنټنټس آف پاكستان سيوري لاندې پوسټ بجټ كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ د خزانې وزير ووئيل چې د لياقت علي خان نه تر شاهد خاقان عباسي دومره قرضه نه ده اخستلې شوې څومره چې د عمران خان حكومت په 4 كلونو كښې اخستې٬د عمران خان د خزانې وزير شوكت ترين وائي چې مونږ 80 فيصده نه 76 فيصده قرضه اخستې۔ ده ووئيل چې كله مونږ حكومت سنهبال كړو نو ډېرې ستونزې وې٬ما چرته په هېواد كښې دومره مسئلې نه وې ليدلې٬كامياب هېوادونو سره د مسئلو حل وي٬مونږ سره د مسئلو حل نشته يا مونږ مسئلې حل كول نه غواړو۔ ده ووئيل چې كله مونږ حكومت سنبهال كړو نو ګردشي قرضه 2500 ارب او د ګاز څانكې ګردشي قضه 1500 ارب روپۍ ته رسېدلې وه۔ سږ كال د توان خانګې ته 100 اربه روپۍ سبسډي وركړې شوې۔ ده ووئيل چې د كووېډ 19 او روسي يوكرين بحران په سبب نړۍ د سپر سائيكل څخه تېرېږي٬ د دې په سبب په نړيواله كچه د رسدي په چېن فرق پريوتې او د ضروري څيزونو په بيعو كښې تاريخي اضافه شوې٬پاكستان هم د دې څخه ځپلې شوې ځكه چې پاكستان د پېټروليم مصنوعات او د خوراك تېل د بهر څخه درآمد كوي
حكومت د سخت معاشي صورتحال باوجود اولس ته رېليف وركولو لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي۔ د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز